
یکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام د ویب سایټ له قوله راپور راکړ،،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په یوه پیغام کې د میلیوني لاریونونو په پراخو اجتماعاتو کې او په هغې تاریخي ورځې کې د ایران دملت لوي او ولولناک کار چې ئې ترسره کړ، قدرونه وستاینه وکړه.
د ایران میړني اوشجاع ملت ته د امام خامنه اي د پیغام متن ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.
لسم الله الرحمن الرّحیم
د ایران لوي او قدرمن ملته!
نن مو لوي کار ترسره کړ او یوه لویه تاریخ ورځ مو و پنځوله.دغه لوئې او کلک هوډ او ارادې ډکو غونډو او لاریونونو د بهرنیو دښمنانو نقشه چې ټاکل شوې وه ، د داخلی تالی څټو په لاس ئې پلي کړي ،باطله کړه.
د ایران لوي او شجاع ملته! تاسو ځان او خپل همت او هویّت دښمنانو ته وروښود. دا دامریکا سیاستوالانو ته یو خبرداری ؤ چې خپلې دوکه بازئ دې ودروي او په خاینو تالی څټو دې تکیه نه کوي.
د ایران ملت قدرتمن او پیاوړی دی ،پوهه او دښمن پیژندونکی دی او په هر حال کې په صحنې کې موجود دی.
خداوندمتعال پر تاسو ټولو خپل رحمت او کرامت نازل کړه.
سید علی خامنه اي
د ۱۴۰۴ کال د جدې ۲۲
https://iqna.ir/fa/news/4328325